د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۴:۴۲
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴مه نېټه د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې په ریاست کې د یادې محکمې د رئيس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) ترمشرۍ لاندې د ستونزو د حل او همغږۍ د لاډېرښت په موخه اداري غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د مرافعه محکمې د دېوانونو سربېره د ښاري ابتدائیه محکمې ټولو مسؤولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د مرافعه محکمې رئیس  د موضوع په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، د غونډې ګډونوالو ته یې د ۱۴۴۴هـ ق کال د ۳۶،۲۶ او ۴۲ ګڼو متحدالمآلونو په تطبیق او د کارونو په چټکتیا ټینګار وکړ.

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس د ناستې ګډونوالو ته له مراجعینو سره د ښه سلوک سپارښتنه وکړه.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی