د سترې محکمې نظامي معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد ۲۵ ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۷
د سترې محکمې نظامي معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد ۲۵ ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال په جمادي الثاني میاشت کې د اسلامي امارت د محترم مشرتابه په حکم او د سترې محکمې په هدایت د یوه پلاوي په مشرۍ د نظامي محاکمو زونونو او د هغوی اړوند ولایتونو ته سفر وکړ.

د سترې محکمې د نظامي معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب په مشرۍ دغه پلاوي چې د سترې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان مفتي محترم مولوي حیات الله (ثابت مفتي)، د یاد دېوان محرر محترم مولوي عبدالباقي (طیب) او محترم مولوي صفی الله (الهام خادم) یې غړیتوب درلود، د خپل سفر پر مهال د هر ولایت د استیناف محکمې له رئیس او نورو مسؤولینو، د زونونو د رئیسانو او غړو او د امکان په صورت کې د هر ولایت له والي سره وکتل.

د سترې محکمې دغه پلاوي له یادو مسؤولینو سره د لیدنو پر مهال په هر ولایت کې د نظامي محکمې د څانګې د جوړولو پر اهمیت مشورې وکړې او د ولایتونو ترمنځ فاصلې او د نظامي پېښو اندازې ته په کتو یې دا مناسبه وګڼله چې په ولایتونو کې تقریبا ۱۵ نظامي څانګې جوړې شي ترڅو د مجاهدینو مشکل حل شي.

د سترې محکمې د نظامي معاونیت دغه پلاوی فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، ننګرهار، لغمان، کونړ، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او اروزګان ولایتونو ته له خپل ۲۲ ورځني سفر وروسته بېرته سترې محکمې ته راستون شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی