د میدان وردګ ولایت اړوند محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۶۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۴۶) وثایق اجرأ کړي دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۱:۵۰
د میدان وردګ ولایت اړوند محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۶۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۴۶) وثایق اجرأ کړي دي

له ۱۶ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۳۰ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د محاکمو د دوسیو او وثایقو توحیدي راپور په لاندې ډول شریک شوی دی:

په دغه راپور کې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۸۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۴۳) مکتوبي، (۳۸) دوسیې د قضائي قرار په وسیله او (۳۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۱۷)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه د (۱۷) دوسیو په اړه مکتوبي اجراآت شوي، د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۲۴۶) بېلا بېل وثایق اجراء شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د۲۶/۷/۱۴۴۳ هـ ق نېټې د (۳۴۲ج ۱) شمېره فرمان په اساس یې قېمت نه دی اخیستل شوی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو ( له ۱ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی