د هلمند د مرافعه محکمې رئیس د دغه و لایت د یو شمېر ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۷
د هلمند د مرافعه محکمې رئیس د دغه و لایت د یو شمېر ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل

د هلمند د مرافعه محکمې رئیس محترم ابوسعید (غزنوي) د روان هجري قمري کال د جمادي الثاني میاشتې په ۲۶/۲۸ او ۲۹ نېټو د دغه ولایت د برابجي، نوزاد، سنګین، خانشین، باباجي، ناوې، مارجې او نادعلي ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل.

په یادو ناستو کې د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ په مهمو قضائي او ادارو مواردو لکه د فیصلو ترتیب او تنظیم او دغه راز د ابتدائیه محاکمو د اړتیا وړ اجناسو په اړه بحث وشو.

په یادو ناستو کې د مرافعه محکمې رئیس د ابتدائیه محاکمو قضاتو ته د مهمو لارښوونو سربېره د دوی مشکلات او اړتیاوې واورېدې.

د هلمند د مرافعه محکمې رئیس د ټولو ابتدائیه محاکمو قضاتو ته توصیه وکړه چې د مراجعینو مشکلاتو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه کوي، ځکه دا د خلکو حق او الهي مسؤولیت دی چې باید په ښه ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی