د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو ریاست کې ۱۰ ورځنی قضائي سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۳:۳۸
د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو ریاست کې ۱۰ ورځنی قضائي سیمینار پای ته ورسېد

د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو ریاست کې ۱۰ ورځنی قضائي سیمینار چې تېره اونۍ شنبه ورځ (۳۰ /۵ /۱۴۴۴) هجري قمري نېټه پیل شوی و،  پرون د سه شنبې په ورځ (۱۴۴۴/۶/۱۰ هـ ق) نېټه پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې چې د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضاتو، مفتيانو او محررینو د قضائي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی و، د دوو ولایتونو (میدان وردګ او غزني) د محاکمو اړوند ۱۲۷ قضائي منسوبینو پکښې ګډون درلود.

د دغه سیمینار ګډونوالو ته د مؤظفو استادانو او شیوخ کرامو لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.

د سیمینار په پای غونډه کې د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني)، د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف حقاني او د قضائي زده کړو عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن غزنوي صاحب تفصیلي ویناوې وکړې.

د سترې محکمې اداري معاون د سیمینار له ګډونوالو تر منننې وروسته د علماوو د مسؤولیت او موقف په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، علماوو ته الله تعالی د دین د علم د حاصلولو په سبب عزت ورکړی، دوی یې د ځان خلیفه ګان ټاکلي او د امت رهبري یې ورسپارلې ده.

نوموړي د علماوو مسؤولیتونو ته په اشاره وویل، د حق او باطل ترمنځ جلاوالی، د حلالو او حرامو ترمنځ تمیز او جداوالی، د خلکو رهبري، له ظالمانو څخه د مظلومانو د حقونو اخیستل، نورو مسلمانانو ته د خپلو تعلیماتو (زده کړو) رسول د علماوو له دندو څخه دي.

محترم شیخ حقاني صاحب زیاته کړه، د الله تعالی حمد او ثنا ده چې موږ ته یې د هېواد واک سپارلی دی، موږ باید خپله علمي سطحه په واقعي ډول په عملي میدان کې ښکاره کړو، د خپل ولس ساتنې، روزنې او رهبرۍ، په خپل ولس شفقت او رحم او د خصوماتو او اختلافاتو له منځه وړلو برخه کې نهايي هڅې وکړو.

شیخ صاحب د قضاء منسب په اړه خبرو کې وویل، د قضاء مسلک زموږ او تاسو لپاره یو امتحان او زموږ وظیفه ده، په دې کې موږ او تاسو الله تعالی، د هغه رسول (صلی الله علیه وسلم)، خپل امیرالمؤمنین حفظه الله او ولس ته مسؤول یو، په دې اساس باید له ځان سره قوي علماء او متوازنه رهبري ولرو.

یاد قضائي سیمینار د مرکزي تمیز عالي ریاست د رئیس محترم شیخ محمد شریف حقاني صاحب او د قضائي زده کړو عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن غزنوي صاحب تر عالمانه او تفصیلي ویناوو وروسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی