روزګان کې د محاکمو د پرېکړې په اساس ۲۳ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۱:۵۰
روزګان کې د محاکمو د پرېکړې په اساس ۲۳ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند ورزشي سټېډیوم کې نن پنجشبې (۱۴۴۴/۵/۲۸ هـ ق) نېټه د محاکمو د پرېکړې په اساس د دوو ښځو په ګډون ۲۳ مجرمینو ته د غلا، لواطت، نامشروع اړیکو، قطاع الطریقۍ، له کوره د ښځې د تښتولو او نورو جرمونو په اساس تعزیري سزا تطبیق شوه.

د یادو مجرمینو دوسیې د روزګان ولایت د استیناف محکمې د جزاء دېوان، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزاء دېوان او چارچینو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې او مجرمین یې پر تفیذي بند سربېره د دُرو په وهلو محکوم کړي وو.

دغه مجرمینو ته چې له هر ډول زور او جبر پرته یې په خپلو جرمونو اعتراف او اقرار درلود او د محاکمو په پرېکړو راضي وو د محاکمو د مسؤولینو، ولایتي ادارو د مسؤولینو او کارکوونکو، علماء کرامو، مجاهدینو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو په حضور کې تعزیري سزا تطبیق شوه.

مجرمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته د قرانکرمی د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې دیني عالمانو او شیوخ کرامو د بېلا بېلو موضوعاتو اړوند تفصیلي بیانونه وکړل.

غونډه د حاکم اسلامي نظام د بقاء لپاره د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۸
Background image

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د  قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی