له ۱۴۴۴/۵/۱ څخه تر ۱۴۴۴/۵/۱۵هـ ق نېټې میدان وردګ ولایت کې د ۱۴۲ قضیو پر حل او فصل سربېره ۶۲ بېلا بېل وثایق اجراء شوي دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۹:۳۸
له ۱۴۴۴/۵/۱ څخه تر ۱۴۴۴/۵/۱۵هـ ق نېټې میدان وردګ ولایت کې د ۱۴۲ قضیو پر حل او فصل سربېره ۶۲ بېلا بېل وثایق اجراء شوي دي

په دغه راپور کې د (میدان وردګ) ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۶۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه ( ۵۱) مکتوبي، ( ۲۵) دوسیې قضائي قرار او ( ۲۶) دوسیې فیصله شوې، پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۲۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه ( ۱۸ ) مکتوبي، ( ۸ ) دوسیې قضائي قرار او ( ۱۴) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۶۲) بېلا بېل وثایق اجراء شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس یې قېمت نه دی اخیستل شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی