کندهار کې یوه قضائي پلاوي د دغه ولایت له ټولو زندانونو څخه لیدنه پيل کړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۴
کندهار کې یوه قضائي پلاوي د دغه ولایت له ټولو زندانونو څخه لیدنه پيل کړه

دعالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د هدایت او لارښوونې په اساس یوه قضائي پلاوي د یاد ولایت د استیناف محکمې د عامه امنیت دېوان د رئیس مولوي محمد نبي حماس په مشرۍ ۱۰ کسیزه با صلاحیه قضائي پلاوی د کندهار په مرکزي زندان او د ټولو ولسوالیو په زندانونو کې د ټولو جنایي او حقوقي زندانیانو د دوسیو څېړنه پیل کړه.

د یاد قضائي پلاوي مشر محترم مولوي محمد نبي حماس د یادي څېړنې پر مهال وویل، دوی د ټولو جنایي او حقوقي زندانیانو څخه چې نارینه، ښځینه او کوچنیان په کې شامل دي، د ځانګړي طرزالعمل مطابق له زندانیانو د دوی جرمونو، دوسیو او اړوند ادارو ته د راجع  کېدو او نه راجع کېدو په اړه هر اړخیز معلومات اخلي.

د محترم مولوي حماس په خبره،  د دوی د یادې څېړنې په پای کې به هغه زندانیان چې وخت یې پوره وي ازاد شي، که یې دوسیې پر ټاکلي وخت نه وي څېړل شوې، نو اړوند ادارو ته به یې دوسیې راجع کیږي، ترڅو یې ژر تر ژره د دوسیو څېړنه وشي.

د قضائي پلاوي مشر محترم مولوي محمد نبي حماس زیاته کړه، د کندهار مرکزي زندان څخه وروسته به دغه پلاوی د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د زندانونو څېړنه او لیدنه ترسره کړي.

د کندهار د مرکزي زندان رئیس محترم ملا نعمت الله سراجي وویل، د کندهار په مرکزي زندان کې شاوخوا 700 جنایي اوحقوقي زندانیان موجود دي، او هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ د حقوقي او جنایي زندانیانو دوسیې اړوندو ادارو ته استول کیږي.

محترم ملا نعمت الله سراجي زیاته کړه ، د دغه پلاوي په ټاکل کېدو سره به دا پروسه لا چټکه شي.

د کندهار مرکزي زندان بندیانو له یاد قضائي پلاوي څخه مننه وکړه چې د دوی د دوسیو څېړنه کوي، د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کوي او له مسؤولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې له دغه مرکزي زندانه دې وخت پر وخت لیدنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

بیا په خبرونو کی