د لغمان د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۲:۱۰
د لغمان د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل

د لغمان ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د دوشنبې په ورځ (۲۱/۳/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د دغه ولایت د قرغیو، علینګار او دولت شاه ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل.

د استیناف محکمې رئیس په دې لیدنه کې د یادو ولسوالیو قضاتو ته د خپلو کارونو د ښه ترسره کولو لپاره لازم هدایات وکړل، وویل چې د خلکو عرایضو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه وشي، د خلق الله کارونه دې په شفاف ډول په خپل وخت کې حل او فصل شي.

دغه راز د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د اسلامي شریعت پر تطبیق ټینګار وکړ زیاته یې کړه، د افغانستان ځورېدلی ملت چې همیشه یې د اسلامي شریعت د نافذولو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده، باید د دې مبارزې نتیجه او ثمره وویني.

بل خوا محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په یاده نېټه د دولت شاه ولسوالۍ له ولسوال قاري متوکل او د قرغیو ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره هم ملاقات وکړ.

په دې لیدنو کې دواړو لوریو په اړوند موجوده ستونزو او مشکلاتو بحث وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو د حل په موخه به په اتفاقي شکل هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) د معرفت غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي)، په ۱۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په يوه غونډه کې، چې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو ټولو قضائي غړو او اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غور ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس  محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه هيئت؛ چې مفتي محمد اسلام (مسلم)،. . .

بیا په خبرونو کی