د کابل د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۷۵) دوسیو ته رسېدنه کړې
د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له ( ۱۵ /۲ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۲ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۸۲) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۷۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.