په غزني ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د بداخلاقۍ په جرم په ۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر څلور کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرم تطبيق شوه.