ميدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۱۰
ميدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوو تنو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۲/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د چک ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد متهمين پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د چک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي عبدالصمد (فياض) د یادو متهمينو فیصله ابلاغ کړه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالله (فرقاني) اسلامي شریعت کې د تعزیر په اړه خبرې وکړې او د یادې موضوع اړوند يې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی