د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۴۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۸) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۴۲
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۴۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۸) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۴۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۸) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې په حقوقي برخه کې د (۲۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر کړي، (۸۱) دوسیې یې فیصله کړې او (۲۶) نورې یې مکتوبي مستردې کړې دي.
په جزائي برخه کې: 
د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې په جزائي برخه کې د (۴۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر کړي، (۱۵۵) دوسیې یې فیصله کړې او (۱۲) نورې یې مکتوبي مستردې کړې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۷
Background image

قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د
د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د یاد عمومي ریاست مرستيال محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ؛ چې مولوي رحمان الدین (ایشان)، مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶/۴/۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

بیا په خبرونو کی