د غزني ولايت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل درې موضوعات حل او فصل شول

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۴۵
د غزني ولايت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل درې موضوعات حل او فصل شول

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په لارښوونه او د آبند ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو، په ۱۹/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کليو ترمنځ درې د قتل او درې د زخمي کېدو موضوعات حل شول او د مقتولينو کورنۍ قاتلينو ته بخښنه وکړه.
دغه موضوعات د يوه ګډ پلاوي چې په جوړښت کې یې د یادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مرستيال هم ګډون درلود، حل او فصل شول.
د دغه پلاوي د هڅو په پایله کې د دواړو لوريو ترمنځ روغه وشوه او د قتل یاد موضوعات په رسمي ډول پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی