لغمان ولايت کې يوه مجرم او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۴
لغمان ولايت کې يوه مجرم او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس يوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم او دوو نورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، نن دوشنبې ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)، د لغمان والي محترم الحاج شېراحمد (حقاني)، مرستیال والي محترم مولوي اخترمحمد (مزمل)، يو شمېر مسؤولينو، علماء کرامو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د تعزیراتو او حدودو د تطبیق پر ګټو خبرې وکړې او د تعزيراتو تطبيق يې د ټولنې د اصلاح لپاره یو مهم اصل یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې يو مجرم پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلور کاله او شپږ مياشتو تنفيذي بند او دوه متهمين يې پر يو ـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شو.
ياده غونډه د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی