د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۲۱۴۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۲
د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۲۱۴۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۱۴۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د اسنادو او وثایقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۱۷۱) نکاح خطونه، (۲۲) زوجيت خطونه او (۹۲) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د اسنادو او وثایقو د ثبت دویمه حوزه:
 د اسنادو او وثایقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۶۹) نکاح خطونه، (۱۸) زوجیت خطونه او (۸۴) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د اسنادو او وثایقو د ثبت درېیمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۳۴۶) نکاح خطونه، (۳۱) زوجيت خطونه او (۸۸) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د اسنادو او وثایقو د ثبت څلورمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۵۰) نکاح خطونه، (۸) زوجیت خطونه او (۹۲) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د اسنادو او وثایقو د ثبت پنځمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۳۵۲) نکاح خطونه، (۲۴) زوجیت خطونه او (۹۳) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږمه حوزه:
د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۴۸) نکاح خطونه، (۱۲) زوجيت خطونه او (۴۶) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۹
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۱۷/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د فرزې، استالف او قره‌باغ ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د شپږم زون (هرات) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

بیا په خبرونو کی