د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ  اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۱۷
د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ  اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، د وثايقو آمریتونو او اختصاصي محکمې ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس، د دعوت او ارشاد آمر او د امنيتي قطعې قوماندان په ګډون، په ۱۴ /۴ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د حاضرۍ په تړاو تفصیلي وینا وکړه او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل تر څو حاضرۍ ته ډېره پاملرنه وکړي او د اړتيا پر مهال دې مرافعه محکمه مخکې له مخکې په جریان کې کړي.
د غونډې په دوام د عريضو د ښه سمون او ترتیب په اړه بحث وشو، پرېکړه وشوه چې راتلونکې اونۍ به د عدلیې ریاست د استازي په ګډون له ټولو عریضه ليکونکو سره غونډه ترسره شي، ترڅو دوی ته د عريضې په اړه لازمې لارښوونې وشي.
 غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/. . .

بیا په خبرونو کی