په بلخ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۲
په بلخ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت نهرشاهي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۱۳/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي آدم خان (ابوالجميل)؛ ولسوال، امنيه قوماندان، د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېد او د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت آمرينو او د نورو امارتي ادارو مسؤولينو او مراجعينو ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست. . .

بیا په خبرونو کی