د کندهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۵۳۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۵۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۴۲
د کندهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۵۳۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۵۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کندهار ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې  (۵۳۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۵) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۸) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۸۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۱) دوسیې فیصله شوې، (۴۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۵) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۱۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۷۵) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس بدخشان او تخار ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) یې ملتیا کوله د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۵۳۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۵۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کندهار ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې  (۵۳۳) دوسيو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع حل شوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ډېرو هڅو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع حل او. . .

بیا په خبرونو کی