د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۲۳
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت په ۲۶/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د نهايي کولو په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د دغه دوه ورځني سفر پر مهال یاد ولایت کې شپږ مهمې جزائي دوسیې چې درې د قتل دوسیې هم په کې شاملې وې حل او فصل کړې.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د غزني ولایت د مرافعه او نورو اړوند محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د غزني ولایت د محاکمو قضائي غړو ته د جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه لازم هدایات وکړل وویل، محاکم د اسلامي نظام له ډېرو مهمو ارګانونو څخه دي، چې مهم مسؤولیت یې د عدالت تامین، د مظلوم غږ اورېدل، مجرمینو ته د شرعي اصولو مطابق سزا ورکول او حق حقدار ته سپارل دي.
محترم مفتي دروېش صاحب زیاته کړه، محاکم په خپلو پرېکړو کې کاملاً خپلواک دي؛ بناءً د محاکمو مسؤولین باید د شریعت مطابق فیصلې وکړي او د هېچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې رانشي.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د یادونې وړ ده چې له دې شپږو قضيو څخه يوه جزائي قضيه په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې رامنځته شوې وه؛ چې اوس د ياد پلاوي لخوا طرفين سولې ته ترغيب شول او د دوی ترمنځ شاوخوا شل کلنه دښمني يې د سولې له طریقه حل او پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۲:۲
Background image

د کابل د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱۶ /۳ /۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۴۵
Background image

محاکم فارياب طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۳۳۷) دوسیه، به تعداد (۳۷۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت فارياب، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۴:۵۲
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئیس د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د کندهار زون د نظامي محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدګل (صیاد) په مشرۍ یوه پلاوي په ۳/۴/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د بندیانو د وضعیت معلومولو په موخه د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
یاد. . .

بیا په خبرونو کی