د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۸۹) وثيقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۹
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۸۹) وثيقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولايت مرافعه محکمې د وثيقو تصحېح کمېسيون په یوه میاشت کې (له ۱ /۶ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۷ هـ ق  نېټې) پورې د (۸۹) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.

د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس جوړ شوی؛ چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې، یادې وثیقې د ترتیب پر مهال په سمه توګه ډکې شوې نه وي او یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه هم تصحېح ته اړتیا ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

بیا په خبرونو کی