په فراه ولايت کې درېيو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۸
په فراه ولايت کې درېيو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې یو مجرم پر ۳۹ دُرو او دوه متهمين پر ۲۰ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
تعزیري سزا د ابتدائیه محکمې په انګړ کې د قضائي پلاوي او نورو اړوند مسؤولینو په شتون کې تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۲۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲ /۱۴۴۷هـ ق) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۲۲) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛. . .

بیا په خبرونو کی