د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولينو د لوګر ولايت له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۳۹
د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولينو د لوګر ولايت له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)؛ د لوګر ولايت له اړوند مسؤولينو سره، په ۲/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لوګر ولايت په مقام کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د پکتیا زون نظامي محکمې رئيس، د پکتيا زون نظامي محکمې د اجرائيه قوې قوماندان، د لوګر ولايت مرستيال والي، د استخباراتو رئيس، د امنيه قوماندانۍ د داخلي امنيت آمر، د حوزو آمرینو او نورو ګڼ شمېر مسؤولينو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل آغا (حسيني) هر اړخیزه وینا وکړه او اړونده مسؤولينو ته يې لازم هدايات وکړل.
ورپسې ګډونوالو خپلې غوښتنې مطرح کړې او د مسؤولينو لخوا يې غوښتنې واورېدل شوې.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته له کوره د تښتولو په جرم او زنا په تور، په ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

 
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس. . .

بیا په خبرونو کی