د هلمند د مرافعه محکمې اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۲۱
د هلمند د مرافعه محکمې اداري غونډه ترسره شوه


د سه شنبې په ورځ (۱۸ /۷ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ د ټولو دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررينو او د تحریراتو د عمومي آمر په ګډون اداري غونډه ترسره شوه.
دا غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې مولوي محمدي د غونډې اجنډا بیان کړه، د مرافعه محکمې اړوند د موسی قلعه ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه راغلي د استهداء متن یې بیان او د غونډې د ګډونوالو له بحث وروسته د یادې استهداء جواب وویل شو.
 د غونډې په وروستيو کې د مولوي محمدي لخوا د غونډې ګډونوالو ته لازم هدایات او سپارښتنې وشوې.
ياده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی