د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۲۵
د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي محمد هاشم (الهام) په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو په منځګړیتوت په ۱۴ /۱۱ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د ترافیکې پېښې له امله رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.

د قتل یاده موضوع د قره باغ ولسوالۍ اړوند د سبزسنګ مکتب ترڅنګ رامنځته شوې وه؛ چې محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.

ورپسې د ابتدائیه محکمې مسؤولينو د قضیې دواړه لوري سولې ته وهڅول، له ډېرو هڅو وروسته د مقتول وارثينو سولې ته غاړه کېښوده.

یاده موضوع د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو، سپين‌ږيرو، موټروان او د مقتول وارثينو په کې ګډون درلود؛ د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه او یاده موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی