غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه
په ۱۸/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د غزني ولايت د دِه يک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس يو تن ته چې پر زنا متهم و، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د دِه يک ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد متهم پر شل کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرې تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شو.