غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د چهار شنبې ورځ د ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوه تنه چې په غلا متهم وو؛ په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې يادو متهمينو ته يو یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزيري سزا پرېکړه کړې وه؛ چې یاده پرېکړه د غزني ولايت د مرافعه محکمې او د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.