د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۱مه نېټه، درېیم زون (پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر) ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو د نظامي او ملکي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.

د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان او ورسره مل هیئت درېیم زون ته د سفر پر مهال د یادو محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.

دغه راز محترم الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه، د یادو قطعاتو مسؤولینو او مجاهدینو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، له علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو، باید هڅه وکړو، چې خپل راسپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د قوماندان او ورسره مل پلاوي دغه څلور ورځنی سفر د محرم  الحرام میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د میدان وردګ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

 د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۰۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۵۵۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۲۶) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۵۳) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۶) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۵۳). . .

بیا په خبرونو کی