د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۵۹
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد کسان پر يو ـ یو کال او شپږـ شپږ مياشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱۶ /۲ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی