د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند د تېرو فعالیتونو، لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۷:۶
د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند د تېرو فعالیتونو، لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې غونډه وشوه

د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې په ۱۹مه نېټه، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائيوي قطعاتو قوماندانۍ، مدیریتونو او آمریتونو د تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې او  مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا ښې تقویې په موخه غونډه وشوه. 
په یاده غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائيوي قطعاتو قوماندان حافظ حکمت الله آغا ذهـــین، د ریاست دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد مستغفر، د محاسبې عمومي مدیر مولوي محمد اسماعیل ناظم، نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائيوي قطعاتو قوماندانۍ، د ریاست د مدیریتونو او آمریتونو د تېرو فعالیتونو د ښه خدمت کولو ستاینه وکړه همدا راز یې مسؤولینو ته د وخت د ارزښت په اړه  تفصیلي خبرې وکړې وویل، د وخت ښه مدیریت مو د الهي مسؤولیتونو په اداء کولو کې مرسته کوي، د بې‌ګټې مصروفیتونو څخه ځانونه وساتئ تر څو د مسؤولیت په ښه اداء کې پاتې رانشئ.
دغه راز نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ترسره کولو ټینګار وکړ وویل، هر څوک مسؤولیت لري چې په خپله اداره کې دغه چاره ترسره کړي تر څو مو الهي مسؤولیت اداء او ټولنه مو له شر څخه په امان وي.
یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی