د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د سرپل د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۱۰
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د سرپل د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۱مه نېټه سرپل ولایت ته د سفر پر مهال د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې يو ممتاز کس د اړوند ولایت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په حیث وټاکه.
دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د سرپل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه محکمې له مسؤولینو او منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، خپل ور سپارل شوي مسؤوليتونه په ښه ډول سرته رسول او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی