د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه ۲ /۹ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۳۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۹) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۱۵) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۶۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۴۹) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۹) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
