د پکتیکا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۲۵
د پکتیکا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتیکا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۸۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۸) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د پکتیکا ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۴۸) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د پکتیکا ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۸۱) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتیکا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۹۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي‌الرحمن (فايز)، په ۹/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې مسئولينو او د حقوقو آمریت د استازو د هڅو په پایله کې، په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «شهبار» سيمه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او. . .

بیا په خبرونو کی