د کندهار زون نظامي محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۳۴
د کندهار زون نظامي محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کندهار زون نظامي محکمې د مسؤولينو په هڅو په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع څه موده وړاندې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ د نظامي محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو او منځګړيتوب د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه او شته دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ولایت اختصاصي محکمې په يوه مياشت کې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کابل ولایت اختصاصي محکمې له ۱ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د کابل ولايت اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۹
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۷/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان یاد متهم پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۵
Background image

په غزني ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې  يو کس ته د بداخلاقۍ په جرم په ۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر څلور کاله. . .

بیا په خبرونو کی