د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۱۵
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) د معرفت غونډه وشوه

د هلمند ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان)، په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسمًا یې خپلې چارې پیل کړې.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې مخکني رئیس، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د جنوب لوېديځ زون د قضائي تفتيش استازي شیخ محمدلعل، د ولایت مقام مرستیال والي الحاج مولوي محمود، د علماوو شورا مرستیال شیخ محمدګل، د پوهنتون رئیس شیخ شریف الله،  د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي شېراحمد (رفیع) او نورو علماء کرامو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې مرستیال والي وینا وکړه، تغیر او تبدیل يې د نظام د اصل په توګه ياد کړ، د مخکني رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) کارونه يې وستایل او نوي رئیس ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس شیخ دوست محمد د اطاعت په اړه وینا وکړه او نوي رئیس ته ښه يې راغلاست ووايه.
 دغه‌ راز د علماوو شورا رئيس هم د اسلامي نظام، د نظام ساتنې او خلکو ته په اخلاص د خدمت کولو په اړه خپله وینا ګډونوالو ته وړاندې کړه.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی