خوست ولایت کې (۹) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۳:۲۶
خوست ولایت کې (۹) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس نهه (۹) تنو ته د غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، رشوت او شراب خرڅولو په جرم نن پنجشنبه ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې دوه مجرمين پر ۱۸ میاشتو تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر درې کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او (۳۵) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر یوه کال تنفيذي بند، یو مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر شپږو میاشتو تنفیذي بند او (۳۵) دُرو تعزیري سزا او وروستی مجرم پر (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي، نظامي منسوبینو او عام هېوادوالو ګډون درلود.
یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی