د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۸:۵۳
د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو او آمرینو لپاره نن سه شنبې (۵/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ خیر جان (خیرخواه) صاحب، د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو ګډون درلود.
غونډې ته د سترې محکمې د مرکزي تميز عمومي رئيس محترم شيخ محمد شريف (حقاني) د مسلمانانو د يووالي، اخلاص، تقوا، قضائي او اداري مسؤولینو او منسوبینو د مسؤوليتونو اړوند اصلاحي او ارزښتناک بيان وکړ.
محترم شیخ محمد شریف (حقاني) وويل، مسلمانان ټول سره وروڼه دي، بايد د يو او بل پر مال، ناموس او عزت تېری ونکړي او تر ممکن حده له يو بل سره مرسته او همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه، قاضي صاحبان دې له هېوادوالو سره ښه او نرم چلند وکړي، د دوی غږ او ستونزې دې واوري او په ډېر ښه ډول دې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د مرکزي تمیز عمومي رئیس د سترې محکمې مسؤولینو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل، د محاکمو ټول غړي دې له قومي، سمتي او نورو اړيکو څخه ځانونه وساتي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، د اشغال پای ته رسېدل او هېواد کې اسلامي نظام حاکمېدل يو لوی نعمت دی؛ باید شکر يې ادا کړو.
د سترې محکمې د مرکزي تمیز عمومي رئيس د خپلو خبرو په وروستيو کې روښانه کړه چې زموږ سياسي او ټولنيز ژوند بايد ټول پر شریعت برابر وي او په راسپارل شوو چارو کې مو موخه يوازې د الله تعالی د رضا حاصلول او مظلوم ملت ته خدمت کول وي.
ياده اصلاحي غونډه د سترې محکمې د نظامي مرستيال محترم شيخ خیرجان (خيرخواه) صاحب لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی