د خوست ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱
د خوست ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۲) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۷۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۲) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

په حقوقي برخه کې د (۶۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په جزائي برخه کې د (۲۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۵۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان، محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یوه پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی