د سترې محکمې نظامي معاون: د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دیني او عصري علومو د مراکزو ترمنځ واټن له منځه تللی

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۵۲
د سترې محکمې نظامي معاون: د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دیني او عصري علومو د مراکزو ترمنځ واټن له منځه تللی

د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب نن سه شنبه (۱۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټه د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دیني او عصري علومو د مراکزو ترمنځ موجود واټن له منځه تللی دی.
په دې سربېره نوموړي وویل، د نړۍ کفارو او د دوی ملګرو په پوره توان هڅه وکړه چې د دیني او عصري زده کړو د مراکزو ترمنځ واټن رامنځته کړي، دوی غوښتل چې د عصري علم لرونکو په نزد علماء کرام وروسته پاتې خلک معرفي کړي، دغه راز د دیني علماوو په نزد عصري زده کړو لرونکي کسان له دین لرې معرفي کړي؛ خو الحمدلله د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دیني او عصري علومو د مراکزو ترمنځ واټن له منځه لاړ او نن ورځ دیني علماء او د عصري علم لرونکي کسان په مشترکو ادارو کې سره یو او په ډېر اخلاص ولس ته خدمت کوي.
د سترې محکمې نظامي معاون صاحب زیاته کړه، اسلام یو کامل دین دی، د ټولنیز ژوند هره برخه په کې واضح او روښانه ده، د اسلامي نظام اصول او د دغه نظام د مسؤولینو او منسوبینو مسؤولیتونه په کې څرګند دي.
محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د اسلامي امارت په اړه وویل، اسلامي امارت په خپلو دوو دورو (تېره دوره او اوسنۍ دوره) کې ثابته کړه چې که مسلمانان په عقیدوي نظریه سره راټول او د کفارو پر وړاندې مبارزه وکړي؛ نو د الله تعالی په نصرت په کمو امکاناتو او وسایلو هم د کفارو پر وړاندې بریالیتوب ته رسېدلای شي.
شیخ صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د کفارو او هغو کمزورو مسلمانانو نظریه چې ګواکي په دې عصر کې د کامل اسلامي نظام جوړېدل غیر ممکن دي هم غلطه ثابته کړه؛ بلکې عملاً یې وښوده چې اسلامي نظام هر وخت جوړېډلای شي، اسلامي نظام یوازینۍ هغه لار ده چې د بشري ټولنې ټولې ناخوالې له منځه وړي، عدل تأمینوي او حق حقدار ته سپاري.
د سترې محکمې نظامي معاون څرګنده کړه، د هستۍ نظام پر عدل ولاړ دی او عدل بیا د اسلامي نظام د مهم ارګان (قضائیه قوې) په وسیله تأمینېږي، بناءً د قضائیه قوې ټول مسؤولین مکلف دي چې د خپلو اړوند مراجعینو سره د اسلامي شریعت د ارشاداتو مطابق چلند وکړي، غږ یې واوري، ښه اخلاق ورسره وکړي او د اړتیا پر مهال یې په اصولو پوه او رهنمايي کړي.
محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب زیاته کړه، د اسلامي نظام مسؤولین او منسوبین به پر خلکو دا احسان نه کوي چې ګواکي دوی مسؤولین دي؛ بلکې دادې پر ځان د الله تعالی احسان وګڼي چې دوی ته یې د ملت د خدمت فرصت ورکړی او په ورین تندي دې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف (حقاني) د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

بیا په خبرونو کی