د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴
د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست لخوا د محاکمو د منسوبینو لپاره د اصلاحي برنامو په دوام، د سهار له لمانځه وروسته د مجاهدینو او منسوبینو لپاره د قرآنکریم د تفسیر او ترجمې درسونه دوام لري؛ چې د ګډونوالو د دیني پوهاوي، فکري اصلاح او روحاني وده کې مهم رول لري.
۲ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست له لوري د دیني نصاب چې په کې د اسلامي احکامو، فقهي مسائلو، شرعي لارښوونو، معاصر اسلامي فکر، عقیدوي وضاحت او اخلاقي اصلاحاتو موضوعات ځای پر ځای شوي، تدریس شوی؛ څو د کارکوونکو دیني روزنه له فکري زاویې سره بشپړه شي.
۳ـ په لومړۍ ربعه کې د دیني اصلاح او معنوي بیدارۍ د پیاوړتیا لپاره، د سترې محکمې د مرکزي محاکمو، امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې منظم اصلاحي بیانونه شوي، چې په ترڅ کې یې د عدالت تأمین، اداري اخلاقو او سلوک، د فساد مخنیوي، د دیني اصولو مراعات او د اسلامي نظام د تطبیق اهمیت په واضحه توګه تشرېح کېږي.
۴ـ په لومړۍ ربعه کې د هغو کارکوونکو لپاره چې نالوستي یا کم سواده دي، ځانګړې دیني حلقې جوړې شوې، ترڅو اسلامي عقاید، لمونځ، روژه، زکات او نورو اساسي احکام ور زده کړل شي. د لیک ‌لوست د مهارتونو لوړولو لپاره، د اسلامي نصوصو پر بنسټ ابتدائي کورسونه پیل شوي، چې له لارې یې نالوستو کارکوونکو ته د دیني زده کړو ترڅنګ، د لیک ‌لوست عملي زده کړه هم ورکول کېږي.
۵ـ په لومړۍ ربعه کې د کارکوونکو د اصلاح او اخلاقي پرمختګ په برخه کې، د سیرت، اخلاقو او اداري نظم جدي څارنه شوې، د دیني ارزښتونو پر بنسټ هغوی ته اخلاقي مشورې، سپارښتنې او د مسؤولیتونو د اداینې ترغیب ورکړل شوی، دغه راز د اسلامي اخلاقو، د اداري فساد مخنیوي، او د عدالت تأمین اړوند مهم اصول، نظامي او اداري کارکوونکو ته په واضح ډول بیان شوي، څو د شرعي معیارونو پر بنسټ د نظام اصلاح تضمین شي.
۶ـ په لومړۍ ربعه کې د دیني زده کړو د ارزونې په موخه، ربیع الأول میاشت کې د مرکزي ریاستونو د منسوبینو زده کړې ارزول شوې او څلورنیم میاشتنۍ ازموینه ترې واخېستل شوه.
۷ـ دغه راز په لومړۍ ربعه کې د سترې محمکې د محترمو شیوخ کرامو، رئیسانو، آمرینو، قاضیانو او قضائي غړو لپاره د مذاکرې په ډول درې جلسې جوړې شوې دي.
۸ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د محترم رئيس په مشرۍ یو پلاوي د ټول ملک د مرافعه محاکمو د کارکوونکو او هلته د دعوت او ارشاد ریاست د فعالیتونو د نظارت په موخه سفر پیل کړ؛ چې تر اوسه يې د (۱۲) ولایتونو ( بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، زابل او پکتیا) له مرافعه محاکمو څخه نظارت کړی او دا نظارت همداسې جریان لري، تر څو د ټولو ولایتونو نظارت وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی