په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۱۳/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یاد متهم تطبيق شوه.
