د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ په «لعلک‌خېلو» کلي کې رامنځته شوې وه او یو ملکي کس په کې وژل شوی و.
دغه موضوع د پکتیا زون نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، ورپسې د یادې موضوع په اړه د پکتیا زون نظامي محکمې قضائي هیئت له خوا جانبینو ته د سولې ترغیب وشو، چې په پایله کې جانبین سولې ته اماده شول.
د مقتول کورنۍ تر رضایت وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو هم په کې ګډون درلود، یاده موضوع حل او فصل شوه.
 د یادونې وړ ده، چې د مقتول وارثینو ته څه اندازه پیسې ورکړل شوې او په دې سره د عمدي قتل موضوع حل او رسمًا يې دښمني پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی