د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې او امارتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۱
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې او امارتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د قضاتو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او نورو اداري مسؤولینو، د استخباراتو، عدلیې او عامې روغتیا ریاستونو استازو، د شپږګونو امنیتي حوزو آمرینو، د جنائي مدیریت مسؤولینو او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسؤولینو په ګډون، په ۲۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس د غونډې د جوړېدو موخه بیان کړه.
د غونډې په ترڅ کې، د ادارو ترمنځ د همغږۍ، د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا په موخه په لاندې موضوعاتو بحث او لازمې سپارښتنې وشوې:
۱ـ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند مسؤولینو ته ټینګار وشو، چې د خبر عدل متن باید د دوسیې له محتویاتو سره بشپړ مطابقت ولري، همدارنګه دې نور اړوند اسناد له دوسیې سره ضمیمه او یو ځال لېږل کېږي.
۲ـ د عامې روغتیا ریاست دې د اړوند درملتونونو د تاسیس نېټه، جواز او قانوني وضعیت په واضح او مستند ډول محکمې ته وړاندې کړي.
۳ـ د امارتي موضوعاتو د تعقیب او څېړنې پر مهال باید د عدلیې ریاست استازی حتمي حضور ولري.
۴ـ امنیتي حوزې او جنائي مدیریت دې حقوقي موضوعات نه اخلي؛ ځکه د حقوقي موضوعاتو څېړنه او تعقیب د اړوندو قانوني مراجعو صلاحیت دی.
۵ـ د عرایضو د ثبت پر مهال باید عریضې بشپړې، واضحې او له ټولو شرایطو سره برابرې وي.
۶ـ د نیول شویو اشخاصو د شرعي حقوقو د رعایت په اړه ټینګار وشو او څرګنده شوه، چې بندیان باید ونه وهل شي او له هغوی سره انساني او اصولي چلند وشي.
۷ـ امنیتي او کشفي ارګانونه مکلف وبلل شول، چې دوسیې له ټولو اړوندو اوراقو، ضمیمو، اجناسو او بندي سره یوځای په بشپړ ډول محکمې ته وسپاري.
۸ـ د خبر عدل د ترتیب پر مهال باید پېښه په دقیق او واضح ډول بیان شي او د مشاهدې، یقیني او قطعي قراینو ذکر پکې وشي، ترڅو محکمې ته د حقیقت موندنې زمینه برابره شي.
په پای کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې یادې سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي، د ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي او د عدالت د تأمین، د قانون د حاکمیت او مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی