د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند بادغیس ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۴
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند بادغیس ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د جنوب لوېديځ زون د تفتیش رئیس مفتي محمد اسلام (مسلم)، مفتي عبدالظاهر (لقماني) او مفتي فیض الرحمن (نثار) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۸مه نېټه بادغیس ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد هيئت د سفر په پیل کې د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د بادغيس ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌خونو اړوند نارینه‌وو، ښځینه‌وو او محجوزینو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۹) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو او نظامي محکمې څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه‌ راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له ولايت، علماوو شورا رئيس او د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد سفر د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی