د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۱
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۲۹) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۵۹) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۱۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۶۲) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

بیا په خبرونو کی