د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۰۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۳۰۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په یوه میاشت کې (۲۸۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په یوه میاشت کې (۱۳۵) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
