په غزني ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د اخلاقي فساد په جرم په ۹/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد مجرم پر ۲۹ ورځو تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.