د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۶۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۹) دوسیې فیصله شوې، (۸۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۹۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۷۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

بیا په خبرونو کی