د غزني مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له والي سره د همغږۍ غونډه وکړه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۵۲
د غزني مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له والي سره د همغږۍ غونډه وکړه 

د غزني ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ياد ولایت د محترم والي، د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، او محررینو په ګډون په  ۴/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ورپسې محترم والي ګډونوالو ته هر اړخيزه وینا وکړه او د محاکمو له مسؤولينو سره یې ليدنه اړینه وبلله او خوښي يې څرګنده کړه.
د غونډې په دوام د همغږۍ په ارزښت خبرې وشوې او د ناستې ګډونوالو له یو بل سره د چارو د ښه ترسره کولو په موخه د هر ډول اصولي همکارۍ او ښې همغږۍ ډاډ ورکړ.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۱۲۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۳۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۷ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۱۲۳) دوسيو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۳۹
Background image

جلسۀ کمیسیون رؤسای دواوین محکمهٔ مرافعهٔ ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعهٔ ولایت کندز؛ به اشتراک همۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعهٔ، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری، آمرین ثبت اسناد و وثایق و حقوق محکمۀ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د نورستان ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قاضيانو او د مرافعه او ښاري محاکمو د منسوبينو په ګډون په ۱۴۴۶/۷/۱۴ هـ ق نېټه د همغږۍ ناسته. . .

بیا په خبرونو کی