د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۷۰۸) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۱:۴۲
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۷۰۸) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۷۰۸) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۱۴۱) نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۱۰) زوجيت خطونه او (۶۷) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۴۱) نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۱۰) زوجیت خطونه او (۸۱) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۶۲) نکاح خطونه، (۷) قبالې، (۲۶) زوجيت خطونه او (۱۲۵) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۳۷) نکاح خطونه، (۱۵) قبالې، (۱۹) زوجیت خطونه او (۲۷) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۴۷) نکاح خطونه، (۷) قبالې، (۲۳) زوجیت خطونه او (۸۸) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۷۴) نکاح خطونه، (۳) قبالې، (۱۴) زوجيت خطونه او (۶۰) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۹
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۱۷/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د فرزې، استالف او قره‌باغ ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د شپږم زون (هرات) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

بیا په خبرونو کی